|
ګـــرانــو
لوستونکو :
خدایبخښلی دکتور مولوی محمد سعید « سعید افغانی »
دخپل کتاب کی چی « زما ژوند» تر عنوان لاندی لیکلی وه او په کال (
۱۳۶۵ ) هجری کی خپور شوی دمصلح او مجاهد ملا نجم الدین آخونزاده صاحب
په هکله داسی
لیکی:
زه دخپل پلار
( ۱ )
سره څو واری « هډی » ته د مرحوم ملا نجم الدین اخونزاده صاحب
زیارت ته تـــلی یم او اکثر به زما پلار د روژی د مبارکی میاشتی په
اولو ورځوکښی دقرآن کریم خــتــم دنجم الدین اخند زاده په جامع
جومات کی دزیارت تر څنګه کوه او هلته
به د روژی د میاشتو په تراویحو کښی دری شپو کی ټول
قرآن کریم ختم او لوستل کیده. دی ختم ته دمشرقی، ننګرهار حتی د
سرحداتو ډیــر خلک را ټولیدل. هلته په هغو شپو کی تود لنګر د هغه
ځای د شیخانو د اسلام پور د پاچایانو په مشری چلیده. په دی لنګر
کی زرهاؤ خلکو ته ډوډی ورکوله کیدله، ډیر مالونه حلا لیدل او
زیاتی وریجی او ډوډی پخیدلی.
دی لنګر ته د
روژ
ی په اولو شپو ګی زیات خیراتونه او مرستی رسیدلی.
مرحوم نجم الدین آخونزاده صاحب دوخت پوه عالم او سالک ؤ. دی د
صوات مرحوم ملا غفور آخونزاده مرید ؤ. دی د قادری په طریقی کی
پــیر او مرشد ګرځیدلی او په زرهاؤ مریدان او په سلها ؤ ماذونان
ئي در لودل. د نجم الدین آخند زاده صاحب مأذونان په ټول
افغانستان کی د پوره شهرت خاوندان ؤ.
نجم الدین آخونزاده صاحب لوی مجاهد ؤ او
دانګلیسانو په مقابل کی ئی د امیر عبد الرحمن په وخت کی زیاتی
مشهوری غـــزاګانی کړی دی. دی دامیر عبد الرحمن په عصر کی دمهمندو
د قام په « جړوبی » علاقی کی اوسیده او بی د امیر د اجازه ی څخه
د انګلیسانو په مقابل کی ئی جهاد کولو تر داسی اندازی دده جهاد
قوت موندلی ؤ چی انګلیسانو امیر عبد الرحمن خان ته یو لیک واستوه
چی په هغه کی دری لاندی مطالب درج ؤ .
۱- ملا نجم الدین د سر حد څخه لری کړه ځکه دی زمونږ
په قابل کی د جهاد پارونه کوی.
۲- څرخی سپه سالار چی په کنړ کی دی هغه د مجاهدینو
سره مرسته کوی نو هغه له دی ځای څخه وغواړه او بل چیری ئی واستوه .
۳- دافغانستان او دسرحد دخلکو سره تک او راتګ
بند کړه.
امیر عبد الرحمن خان د انګلیسانو په ځواب کی داسی
ولیکل:
۱- نجم الدین آخونزاده صاحب زما
په
واک
نه دی هغه د مهمند و په آزاده ســـیمه کی او سیږی او په خپل سر
دتاسو په مقابل جګړی تنظیموی، زه په خپله هم د هغه د زیات
شهرت او اعتبار څخه ډاریږم. دی دلته په افغانستان کی زیات
مریدان او مخلصان لری او خلک په ده باندی د ولایت دومره قوی
عقیده لری چی که دوی چیری پس له محمد صلی الله علیه وسلم په چا
باندی د رسالت عقیده منله نو به په دی باندی به ئی دپیغمبری
ایمان راوړی
وی نو ښه داده چی د افغانستان څخه بیرون وی.
۲- زه حاضریم چی څرخی سپه سالار دستاسی دلیکنی په
اساس دکنړونو څخه بدل کړم خو په دی شرط که چیری هلته د تاسو په
ضد وضعه زیاته ورانه شوله مسؤلیت به ئی زما په ذمه نه وی ځکه چی
زما
به فکر د څرخی سپه سالار وجود هلته چی پوه او
مدبر شخصیت دی دستاسو په ګټه دی.
۳- لطفآ موضوعات لږ دقیق وڅیــړی هغه داچی
دافغانستان او سرحدی خلکو تر مینځ پولی ارتی او دوی تر مینځه
د وروری روابط نه شکیدونکی علایق دی چی هیچا ته دا امکان نه
میلاویږی
چی ددوی تر مینځه تګ او راتګ بند کـــړی.
او که څوک دی کار ته اقدام وکړی ؤ به ئی نشی کړی - ځکه ورور د
ورور څخه جداکول او خپل دخپلوان څخه بندول آسان کار نه دی او هغه
هم بیا په داسی ارته سیمه اوبیدیا کی.
وائـــی: د امیر عبد الرحمن خان په یاداشتونو کی
راغلی دی چی
ده په پټه د مرحوم نجم الدین
آخندزاده صاحب سره رابطه درلوده او په مخفی
ډول ئی خلک د انګلیسانو په مقابل کی پارول خو په ظاهر کی د
انګلیسانو سره د عدم تعرض متعهد ؤ.
(۱)مولوی عبد المجید د مولانا سید امیر زوی په قوم
صافی دلغمان د ولایت دعمرزیو
په قریی کی د خیر آباد د کلی او سیدونکی دی. دی دخپل دوخت لوی
مجاهد ؤ او د افغانستان داستقلال او آزادی په جهاد کی یی پوره
مؤثــره بر خه درلوده او دخپلو قومی ځوانانو ، مشرانو ، شاګردانو
او پیروانو سره د انګلیسانو په مقابل کی دډکی ، تورخم ، او ناقی په
سیمو کی جنګیدلی دی.
د مقالي نوم
:
مصلح اومجاهد ملا نجم الدین آخونزاده
د« ســـعــیــد افغانی » په لـــیکونـوکی
لیکنه اوټولوونه
:
امين الدين
«سعیدی »دافغان
استراتیژیکو
څیړنیزمرکز
اودحق
دلاری کلتوری
ټولنی
مدیر مسؤل – جرمني
پته :
saidafghani@hotmail.com
بريښنا ليک : |